فاریاب کې ترافیکي پېښې درې تنه ټپیان کړي دي

د فارياب سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د ميمنې ـ اندخوی پر لویه لاره د يوه فورټينر موټر د چپه کېدو له امله د دوو ښځو په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن سهار د فارياب د دولت اباد او قرمقل ولسواليو ترمنځ د ځنګله په پاى کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې په وینا ټپيان د اندخوی ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي خو د موټر چلوونکي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د طالبانو د سرپرست حکومت د فاریاب سیمه ییزو مسوولینو د یادې پېښې په تړاو تر دې مهاله رسنیو ته څه نه دي ويلي.

Back to top button