کابل کې یوې چاودنې دوه تنه وژلي دي

تېر ماښام کابل کې یوې چاودنې دوه تنه وژلي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل امنیې قوماندانۍ مسؤلین وايي، چې تېر ماښام د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د خواجه بغرا پله ته څېرمه چاودنه شوې ده، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ سرچینو ته ویلي، چې یاده چاودنه په یوه کرولا ډوله موټر شوې او په‌ کې سپاره دوه تنه وژل شوي دي.

نوموړي د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي خو زیاتوي چې د پېښې ځای ته د څېړنو لپاره طالب ځواکونه رسېدلي او څېړنې روانې دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د یادې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

Back to top button