ننګرهار کې غلو یو کس وژلی دی

په ننګرهار ولایت کې غلو دوه ورځې وړاندې یو کس په چړو وهلی و، چې تېره ورځ یې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې مړ شوی دی.

د ننګرهار ځایي سرچینې وایي، چې دوه ورځې وړاندې په دغه ولایت کې ناپېژاندو غلو د سپين غر پوهنتون استاد ډاکټر نعمت الله ولي په چړو وهلی دی او تېر ماښام یې په روغتون کې د سختو ټپونو له په رغتون کې مړ شوی دی.

په یاد ولایت کې د سپین‌ غر پوهنتون مسؤلینو سرچیې ته ویلي، چې نعمت الله ولي د دې خصوصي پوهنتون معالجوي طب پوهنځي استاد او د پاراکلينيک څانګې امر هم و.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار امنيتي چارواکو تر دې مهاله د یادې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button