پکتیکا کې د یتیم روزنې د مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

پکتیکا ولایت کې د یوه یتیم روزنې د مرکز جوړېدو چارې پیل شوې.

سرچینه وایي، چې په پکتیکا کې د ترکیې هېواد یو خیریه بنسټ د ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت په ۱۵ جريبه ځمکه کې د یتیم روزنې د يو مرکز د جوړولو چارې پيل کړې، چې ۷۵۰ تنو زده کوونکو ته به د دیني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې هم په کې ورکول شي او بشپړ سهولتونه به ولري.

د سرچینې په وینا دغه بنسټ د جمیعه ندا الخیر په نوم ياديږي او ژمنه يې کړې چې د اړتیا په صورت کې به د پیسو نور پنډ هم ورته برابر کړي.

Back to top button