پاکستاني حکومت له خپل عوام غوښتي چې چای څښل کم کړي

پاکستاني رسنۍ وايي، چې حکومت يې په خپلو خلکو غږ کړی، څو د خراب اقتصادي وضعيت څخه د هېواد د ژغورلو لپاره د چای څښل بايد کم کړي.

پاکستاني رسنيو راپورونه ورکړي، چې دا څرګندونې د هېواد د کابينې ارشد وزير احسان اقبال کړي او په وينا یې، چې خلک بايد پر دې پوه شي چې چای په پور راواردېږي، نو له دې کبله دې د چای څښل کم کړي.

پاکستان په نړۍ کې د چايو يو ستر واردونکی هېواد بلل کېږي چې يوازې په تېر کال يې د ۶ سوه ميليونو ډالرو په ارزښت چای وارد کړی دی.

رسنۍ همداراز د احسان اقبال له قوله زياتوي، چې حکومت یې يوازې د دوو مياشتو لپاره د وارداتو او اړتياوو پوره کولو ته د پيسو زيرمې لري او که په دې موده کې د پيسو نړۍوال صندوق پور ور نه کړ؛ نو اقتصاد به يې زښت زيات خراب شي.

د‌ سرچينو په خبره، هغه د برېښنا د سپما لپاره هم يو وړاندیز کړی او په وينا يې، چې هټيوال بايد خپلې هټۍ د شپې په لس نيمو بجو وتړي، څو دوی له دې لارې برېښنا سپما کړای شي.

د يادونې ده، چې پاکستان په تېره فبروري مياشت کې شاوخوا ۱۶ ميليارده ډالره زيرمې درلودې چې اوس د دې زيرمو کچه لس ميليارډه ډالرو ته راکښته شوې ده.

Back to top button