نړۍوال بانک ۱۵۰ ميليونه ډالره مرسته کوي

نړۍوال بانک له افغان بزګرانو سره د ۱۵۰ ميليونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

نړۍوال بانک په يوې تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې له افغان بزګرانو سره د دوی د ژوند د ښه کېدا په موخه ۱۵۰ ميليونه ډالره مرسته کوي.

همداراز په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له دغه هېواد سره د نړۍوال بانک له لوري د اعلان شوې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه مرسته به په کلیوالو سیمو کې د افغان بزګرانو ژوند بدل او مثبته اغېزه به ولري.

نړۍوال بانک دا مرسته وروسته تر هغې اعلانوي، چې تر دې وړاندې يې په افغانستان کې د طالب سرپرست حکومت په راتګ سره خپلې ټولې پروژې ودرولې؛ خو تازه یې په ځینو برخو کې د يو شمېر پروژو د بیا پیل خبر ورکړی دی.

Back to top button