په قاچاقي لارو د کډوالو تګ زيات شوی

په قاچاقي لارو اروپا ته د افغان کډوالو تګ پراخه شوی دی.

د راپورونو له مخې، په دې وروستيو کې په قاچاقي او غير قانوني لارو اروپا ته د افغانانو تګ ۸۵ سلنه پراخه شوی دی.

هاخوا اروپايي ټولنه هم وايي، چې په زرګونو افغانان په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته راغلي دي او دا لړۍ همداسې دوام لري.

دغه ټولنه زياتوي، چې په تېرې مې میاشت کې شاوخوا ۲۸ زره کډوال اروپايي هېوادونو ته راغلي دي.

دغه راز يادې ټولنې ويلي، چې په تېرو څو مياشتو کې ۴۵ زره کډوال اروپايي په قاچاقي لارو هېوادونو ته راغلي، چې اکثره يې افغانان او سوريې خلک دي.

اروپايي ټولنه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې دوی خپلو هېوادونو ته په قاچاقي لارو د تګ محدوديتونه لا زيات کړي.

Back to top button