بدخشان کې چاودنه شوې

په بدخشان ولایت کې د ماین چاودنه شوې ده.

سرچینې وایي چې څو شېبې وړاندې په بدخشان ولایت کې د طالبانو پر یوه موټر د ماین چاودنه شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې چاودنه د یاد ولایت د مرکز فیض‌اباد ښار اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده، خو کوم چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده چې نن په کونړ او هلمند ولایتونو کې هم چاودنې رامنځته شوي دي.

Back to top button