د حاجیانو لومړۍ الوتنه به نن ترسره شي

ټاکل شوې چې د حج د فریضې د ادا کولو په موخه له کابل څخه سعودي عربستان ته د حجیانو لومړۍ الوتنه به نن ترسره شي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسؤلینو ویلي، چې د حج فریضې ادا کولو په موخه د افغان حاجیانو لومړۍ الوتنه به نن یکشنبه د غبرګولي ۲۲مه د کابل له هوايي ډګر څخه تر سره شي.

‏ټاکل شوې چې سږ کال ۱۳۵۸۲ افغانان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ شي.

Back to top button