د فوټبال لوبډلې هند ته لوبه وبایلله

تېره ورځ د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې ته د هند لوبډلې په ۲.۱ ماتې ورکړه.

د اسيا ملتونو فوټبال جام ته د لار موندنې په لوبو کې له هانګ کانګ وروسته د هند لوبډلې افغانستان ته په ۲.۱ ورکړه.

یاده لوبه تر ۸۶ دقیقو پورې مساوي وه خو د لوبې په وروستيو شېبو کې هند دوه ځلې او افغانستان يو ځل ګول وهنه وکړه، چې په دې سره افغانستان خپله دویمه لوبه هند ته وبایلله.

Back to top button