لوګر کې نامعلومو وسله‌والو دوه ځوانان وژلي

په تېرو دوو ورځو کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري په لوګر ولايت کې دوه تنه ځوانان وژل شوي دي.

د لوګر سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې د نامعلومو وسله‌والو د دغه ولايت په مرکز اړوند کلنګار او پادخواب سیمه کې دوه تنه ځوانان په ډزو وژل شوي دي.

سرچینې کاږي، چې مرتضی د لوګر په کلنګار او شکرالله مشهور په عمر عثمان د مرکز اړوند پادخواب سیمه کې وژل شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا پخوانۍ استازې نفسه هجران وایي، چې د مرتضی په نوم وژل شوی کس يو سوداګر و او د غلو له لوري وژل شوی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر امنیتي مسؤلینو تر دې مهاله د یادو پېښو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button