ترکيې تر دوه سوو زیات افغان کډوال ايستلي

ترکي رسنۍ وايي، چې هېواد يې تر دوه سوو زیات افغان کډوال بیرته افغانستان ته واستول.

ترکي رسنۍ د خپل هېواد د چارواکو له حوالې خبر ورکوي، چې هېواد یې ۲۲۱ غير قانوني افغان کډوال، چې هلته میشت وو، له استانبول څخه په يوې اولوتکې کې افغانستان ته واستول.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ د جنوري مياشتې د راپور په اساس ترکيه کې شاوخوا درې لکه افغان کډوال پراته دي، چې ډېری يې قانوني اسناد نه لري او هره شېبه دغه هېواد څخه د ايستلو له ګواښ سره مخ دي.

ترکيه اروپايي هېوادونو ته د تګ يو لویه لاره ګڼل کېږي، چې اکثره افغانان له دې لارې غواړي اروپايي هېوادونو مهاجرت وکړي. هاخوا ايران هم د افغان کډوالو د ايستلو جبري لړۍ پيل کړې، چې په تېرو دوه اونيو کې یې تر څلور زرو زيات افغان کډوال ايستلي دي.

د‌ طالب سرپرست حکومت په راتګ سره نه يوازې له افغانستان څخه د خلکو د مهاجرت څپه زياته شوه، تر څنګ يې په دې وروستيو کې د ترکيې په ګډون ګنو هېوادونو کې افغان کډوال له ستونزو او کړاوونو سره مخ دي، چې ياد حکومت یې تر دې دمه د حل لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.

Back to top button