د لوګر د پوهنې ریاست خالي بستونو ته نوم ليکنه پيل شوه

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست خالي بستونو ته نوم ليکنه پيل شوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولایت د پوهنې ریاست اړوند د آزادې سيالۍ له مخې، د  ۱۰۱۰ اعلان شويو خالي بستونو لپاره د نوماندانو د نوم ليکنې او فورمو ډکولو پروسه پيل شوه.

هغوی زیاتوي، چې ياد بهير د پوهنې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په لار ښوونه سر له نن شنبې ورځې پيل شو، چې د روانې غبرګولي مياشتې تر ۳۱ مې نېټې به دوام ومومي.

د هغوی په وینا د نوم ليکنې او فورمو ډکولو پروسه د مرکز او ولسواليو د پوهنې په آمريتونو کې د مٶظفو کمېټو له خوا ترسره کېږي، چې د ښځينه وو لپاره ځانګړي محلونه هم ټاکل شوي دي.

Back to top button