زابل کې ۱۰ تنه لیونیو سپیو داړلي دي

زابل کې لس تنه لیونیو سپيو داړلي دي.

د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، چې د دغه ولایت په سیوري او شاجوۍ ولسوالیو کې ۱۰ تنه لیونیو سپیو داړلي دي.

هغوئ زیاتوي، چې په داړل شویو کسانو کې لویان او ماشومان شامل دي، چې د روغتیایي مسؤلینو له لوري د زابل ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د زابل ولایت په مرکز کلات او ولسوالیو کې په تېره یوه میاشت کې لیونیو سپیو ۲۳ کسان داړلي دي.

څه موده وړاندې په لوګر، میدان وردګ، پکتیا او پکیتا کې هم د لیونیو سپیو د داړلو پېښې ثبت شوې وې.

Back to top button