زلنسکي د نظامي تجهيزاتو مرسته غوښتې

د اوکراین ولسمشر وايي، چې امريکا او غرب دې له مونږ سره د پوځي تجهيزاتو مرسته وکړي. 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې امريکا او غربي هېوادونه دې له دغه هېواد سره د پوځي تجهيزاتو په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي ويلي، چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې پای ته رسېدل يوازې د جګړې په میدان کې شونې ده او ټينګار يې کړی، چې هېڅکله به د زور له لارې تسليم نه شي. هغه همداراز ويلي، چې تر وروستۍ سلګۍ به د روسیې خلاف خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

ولسمشر زلنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د امريکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن له اوکراین سره د نظامي مرستو اعلان وکړ او ورسره جوخت بریټانیا هم روانه اونۍ اوکراین ته د لنډ واټن ویشتونکي توغندي واستول او همدارنګه د نورو مرسته ژمنه یې هم ورسره کړې ده.

Back to top button