له کندهار څخه بهر ته د ممیزو صادرات ډېر شوي

له کندهار څخه تېر کال د ۹۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ممیز بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

تېر کال له کندهار ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته د ۹۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ممیز صادر شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې مسؤلینو سرچینو ته ویلي، چې له دغه ولایت څخه تېر کال بهرنیو هېوادونو ته د وچې مېوې په صادراتو کې ډېروالی راغلی، چې په تېر کال کې د شاوخوا ۹۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت له ۲۹ زره ټنه ډېر ممیز بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

Back to top button