کندهار کې یوه مېرمنه څاه ته لوېدلې
په کندهار ولایت کې یوه امېدواره مېرمنه ژورې څاه ته لوېدلې ده.
سرچینې وایي، چې کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په یوه کلي کې یوه امېدواره مېرمنه ژورې څاه ته لوېدلې ده.
د طالبانو د سرپرست حکومت د کندهار ټولګټو ریاست چارواکو ویلي، چې څاه ته لوېدلې مېرمنه تر دې دمه ژوندۍ ده او د دې ریاست د ژغورنې ډله اړوند سیمې ته رسېدلې ده.