فاروق وردګ هېواد ته راستون شو
د جمهوري نظام پخوانی وزیر ډاکټر فاروق وردګ بېرته هېواد ته راستون شو.
سرچینه وایي، چې جمهوري نظام د پوهنې پخوانی وزیر ډاکټر فاروق وردګ هېواد کې له وروستیو تحولاتو وروسته نن بیرته کابل ته را ستون شوی دی.
نوموړی د طالبانو د سرپرست حکومت له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون سره په همغږۍ له ترکیه څخه هېواد ته راغلی، چې کابل نړۍوال هوایي ډګر کې یې د قومي مشرانو او ځوانانو له لوري هرکلی شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د هوایي ځواکونو پخوانی ویاند هم کابل ته راستون شو.