توماس وېسټ: نړۍوال له طالبانو د ژمنو عملي کېدو غوښتونکي دي

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی وايي، نړۍوال له طالب سرپرست حکومت څخه د شويو ژمنو د عملي کېدو غوښتونکي دي. 

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په تازه خپاره شويو ټويټ پيغامونو کې يو ځل بيا ويلي، چې ټول نړۍ‌وال له طالب سرپرست حکومت څخه د شويو ژمنو د عملي کېدو غوښتونکي دي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې يې د افغانستان په تړاو ګنو هېوادونو ته سفرونه پيل او همداراز د افغانستان سياسي څېرو سره يې ليده کاته هم کړي دي.

هغه د عربي اماراتو سفر ته په اشارې ويلي، چې دا وروستی سفر يې يې ډېر ګټور، له لاسته راوړنو ډک او ټينګار یې کړی، څو طالبان ورسره خپلې شوې ژمنې عملي کړي.

د توماس وېسټ په وينا، طالب سرپرست حکومت ورسره ژمنه کړې، چې بشري حقونو ته به درناوی کوي او ټولو افغانانو ته به د زده کړو حق او اجازه ورکوي.

د يادونې ده، چې امريکا او ګڼو نورو نړۍ‌والو هم له طالب سرپرست حکومت څخه غوښتي دي، چې بشري حقونه رعايت کړي او د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

Back to top button