د مار چيچل

د مار چيچل

لیکوال: ډاکټر امان شمس

په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکي او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي.
د افغانستان زهر لرونکي ماران د افعي وايپر، کفچه کوبرا، هندي مار (کريټ) په نامه يادېږي.
هر هغه وخت چې پورته زهر لرونکي ماران انسانان وچيچي وړ وړ شديدې روغتيايي ستونزې لکه د چيچل شوي ځای تخريب، عصبي مشکلات، عضلي کمزورتيا، تنفسي خطرونه، د وينې بهېدو او وينې غوټه کېدو اختلالات منځ ته راوړلای شي، چې کېدی شي د انسان د مرګ باعث شي.

له ناروغ سره بايد څه وکړئ؟
– مړ مار او يا هم د هغه عکسونه يا ويډيو جوړه کړئ او له ناروغ سره يې روغتون ته وېسئ څو ډاکټران د مار نوع و پېژني؛ د مار د نوعې پېژندل په درملنه کې ډېر ستر رول لري، خو که مار چا مړ نه کړ ناروغ يې بايد د وژلو کوښښ و نه کړي کېدی شي بيا يې و چيچي.
– د پېښې وخت وليکئ او يا يې په ياد وساتئ.
– ټپ په پاکو اوبو او صابون ووینځئ.
– د ناروغ او خصوصاً د هغه د چيچل شوي غړي د حرکت مخنیوی وکړئ تر څو زهر په بدن کې خپاره نه شي.
– ناروغ د مار زهرو ضد درملو ( انتي وينوم) د تطبيقولو لپاره په بېړه نږدې روغتون ته ورسوئ.

Back to top button