ننګرهار کې د افغان ـ چین نفرایټ سوداګریز مرکز

ننګرهار کې د هيواد په کچه د درې ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د چينايي او افغان سوداګرو لخوا د قيمتي ډبرو سوداګريز مارکيټ پرانستل شو.

دغه ستر سوداګريز مرکز پرانسته د ياد ولايت مرکز جلال اباد ښار کې وشوه.
د ننګرهار ولايتي چارواکو ياد مرکز د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره يو ګټور مرکز وباله او ويې ويل چې په دغه مرکز کې به د افغانستان د کانونو کيندل شوي مواد د سوداګرو له خوا چين او د نړۍ نورو هېوادونو ته صادرېږي، چې په دې کار سره به د افغانانو اقتصاد يو څه پياوړی او د قيمتي ډبرو قاچاق مخه ونيول شي.

د ننګرهار د کانونو او پټروليم رئيس مولوي عبدالحميد اخندزاده وويل چې ختيځ زون او د ننګرهار ولايت په ۲۲ ولسواليو کې بېلابېل ډوله کانونه شته چې په يو شمېر کانونو کې په قانوني ډول قراردادونه شوي چې اوس استخراج ورڅخه دوام لري.
د اخند په وينا اوس مهال په ټول ننګرهار کې د غير قانوني کيندنو او قاچاق مخه نيول شوې او ګڼ شمېر کسانو ته په يادو کانونو کې د کار زمينه برابره شوې ده.

د چين هېواد په استازولۍ وان هونګ بېن په خپلو خبرو کې وويل چې دوى په ښه نيت افغانستان ته راغلي چې افغان سوداګرو سره په ګډه د کانونو د کيندنې او په افغانستان کې د بيارغونې په پروژو کې کار او پانګونه وکړي.
بين وويل چې د دغو کانونو د کيندنو لپاره به له چين څخه يو شمېر په ښه عصري ډول ماشينونه رانتقال کړي.
د هونګ په وينا په دغه سوداګريز مرکز کې به دوه سوه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

Back to top button