سيګار: محمد اشرف غني پيسې نه دي غلا کړي

سیګار هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې ولسمشر غني د افغانستان څخه د وتلو پر مهال میلونونه ډالر له ځان سره وړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش سیګار په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، داسې ښکاري، په هغو ادعاوو کې مبالغه شوې، چې ګواکې پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل څخه د تلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ ملیونه امریکایي ډالره وړي دي.

خو د سیګار په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط پر مهال د مختلفو دولتي ادارو څخه لس ګونه ملیونه ډالر ورک شوي او لا تر اوسه یې هیڅ درک نه دی معلوم شوی.

د سیګار د معلوماتو پر بنسټ، په دې راپور کې د شاوخوا ۷۰ ملیون هغو ډالرو یادونه شوې چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست عملیاتي څانګې پیسې وې او پخواني حکومتي چارواکو ویلي، چې په دې پیسو به يې د ملي پوځ تجهیزات او امکانات برابرول.

Back to top button