پکتیا کې په اړمنو کورنیو مرسته ووېشل شوه

په پکتيا کې په اړمنو کورنيو د شاوخوا يو ميليون افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د امریکا د مرستندویه ټولنې (ARA) له لوري په ۱۰۰ اړمنو کورنیو، کونډو، یتیمانو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د یادو مرستو د وېش مسؤلین وايي، چې په دې مرسته کې يې يوه بورۍ اوړه، يوه بورۍ وريژې، پنځه لېتره مايع غوړي، دوه کيلو بوره، پنځه کيلو لوبيا، يو کيلو شين چاى او يوه بسته مالګه وېشلې ده.

Back to top button