ننګرهار کې‌ يو غل مړ او دوه نور نیول شوي دي

ننګرهار کې د طالب سرپرست حکومت له امنيتي مسوولينو سره په نښته کې يو وسله وال غل وژل شوی او دوه نور نيول شوي دي. 

پنجره ورځپاڼې ته يوه ځايي سرچينې، د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وياند عبدالصبور زابلي له قوله وايي، چې پوليسو د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې هغه وسله وال غله نيولي چې له يوه کور څخه يې سره زر او پېسې غلا کولې.

د سرچينې په خبره، غلو له امنيتي ځواکونو سره نښته کړې، چې په پايله کې يې يو وسله وال غل ځای پر ځای وژل شوى او دوه نور په ټپي حالت کې نيول شوي دي.

سرچينه د زابلي له قوله لیکي، نيول شويو کسانو هم په خپل جرم اعتراف کړى دى، عدلي او قضايي ارګانونو ته د نورو تحقيقاتو په موخه لېږل شوي دي.

Back to top button