بيلنکن: طالب سرپرست حکومت دې په خپلو ژمنو عمل وکړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا له طالب سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې، چې نړۍوالو سره په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي. 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بيلنکن په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، که چېرې د طالب سرپرست حکومت له نړۍوالو سره د ښو اړيکو غوښتونکي وي، نو په کار ده، چې د نړۍ‌والې ټولنې سره په خپلو ژمنو عمل او د غوښتنو يې درناوی وکړي.

همداراز بلينکن ويلي، چې د طالب سرپرست حکومت په دې وروستيو کې داسې اقدامات ترسره کړي، چې لامل يې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل پر ځای د فاصلې رامنځته کړې دي.

نوموړي ويلي او ټينګار يې کړی، چې طالب سرپرست حکومت دې خپلې ژمنې عملي کړي، څو نړۍ‌واله يو ځل په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته په پراخه کچه دوام ورکړي.

دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د طالب سرپرست حکومت د مشرانو په هکله به هم د بندیزونو پرېکړه وشي، خو په وينا يې دا بنديزونه به پر بشردوستانه مرستو کوم اغېز ونه لري.

Back to top button