زابل کې ترافیکي پېښې شپږ تنه ټپیان کړي

د زابل په جلدک سیمه کې ترافیکي پېښې شپږ تنه ټپیان کړي دي.

په زابل کې سرچینې پنجره ورځپاڼې ته وویل چې تېر مازدیګر مهال یو لوکسل ډوله موټر دجلدک په ارهډ سیمه کې د سړک له غاړې اوښتی چې شپږ تنه په کې ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي،په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د زابل مرکزي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

Back to top button