نظم

نظم

شاعر:قیس هاشمي

غر ها د وحې د راتللو ځاى دى
غر د شپېلۍ د غږولو ځاى دى
غر د الله ج د يادولو ځاى دى
غر د مالو د څرولو ځاى دى
په غره ټکان مه کوئ
له غره ټکان مه کوئ

غره ته د خداى ج پيغمبران تللي دي
غره ته د خپل وخت مئينان تللي دي
غره ته پيران د خداى ج دوستان تللي دي
غره ته بيا اوړى دى کوچيان تللي دي
په غره ټکان مه کوئ
له غره ټکان مه کوئ

غر بايد وساتو هر څه لري
غر تک سور اور لري اوبه لري
غر کېمتي کاڼي سکاره لري
غر ډېر شتمن دى سپين او سره لري
په غره ټکان مه کوئ
له غره ټکان مه کوئ.

Back to top button