افغانستان له پامه مه غورځوئ

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وايي، چې د اوکراین جګړه بايد د دې لامل نه شي، چې افغانستان له پامه وغورځول شي.

د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان په ويانا کې د افغانستان د وضعيت په اړه جوړې شوې غونډې ته په تازه څرګندونو کې ويلي چې د اوکراين جګړه بايد د دې لامل نه شي چې افغانستان له پامه وغورځول شي.

همداراز د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان په غونډه کې د دې يادونه هم شوې، چې د افغانستان اوسني وضعيت د ټولې منځنۍ اسيا په نجونو او ښځو اغېز کړی دی.

د ياد سازمان غړو هيوادونو ويلي، چې د افغانستان اوسني وضعيت په پام کې نيولو سره بايد د منځنۍ اسيا له هيوادونو سره مرستې زياتې شي؛ څو د افغانستان ناوړه وضعيت پرې ډېر اغېزمن ونه کړي.

له دې سره جوخت په په دغه سازمان کې د افغانستان دايمي استازې منيژې باختريهم  د افغانستان وضعيت ته د نړۍوالې ټولنې د پاملرنې او مرستې غوښتنه کړې ده.

مېرمن باختري ويلي، چې د افغانستان له روان وضعيت سره چلند بايد په دې موخه نه وي، چې د منځنۍ اسيا هيوادونه يې له اغېزو خوندي شي، بلکې په خبق يې چې دلته شته وضعيت بايد د يو ګواښ په توګه مطرح او داسې وانګېرل شي چې ميليونونه افغانان د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيا لري.

د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه نه يوازې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان اندېښنه ښيي، بلکې تر دې وړاندې هم ګنو نورو نړۍوالو بنسټونو هم دلته د روان وضعیت په اړه اندېښې څرګندې کړي دي.

Back to top button