کابل ته د هند د بهرنيو چارو وزارت پلاوی راغلی

د‌ سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له پلاوي سره ليدنه کړې.

د طالب سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي کابل ته د هندوستان راغلي پلاوي سره ليدنه کړې. بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په ليدنه کې د افغانستان او هندوستان تر منځ پر دیپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیزه سوداګرۍ او بشري مرستو خبرې شوې دي.

‏ياد‌ وزارت زياتوي، چې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، څو هندوستان په افغانستان‏ کې خپلې درول شوې پروژې بېرته بايد پيل کړي، خپل دیپلوماتیک حضور فعاله کړي او افغانانو ته قونسلګرۍ خدمات وړاندي کړي، په ځانګړې توګه د افغان محصلینو او ناروغانو لپاره.

د هندوستان پلاوي هم ويلي، چې دوی له افغانستان سره د پخوا په څیر ښې اړیکې غواړي او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.

د دوی په وینا، هندوستان به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پر مرستو او کار کولو غور وکړي او لکه څرنګه چې یې په دې وروستیو کې، د افغان صادراتو پر مخ خپل سرحدونه او بندرونه خلاص کړي، دغه صادرات د تیرو څو کلونو په پرتله زیات شوي او په همدې برخه کې به‏ لا اسانتیاوي برابرې کړي، څو د افغانستان صادرات نور هم زیات شي او د افغانستان د اقتصاد په پښو ودرېږي.

Back to top button