ودان موسسې زابل کې له ۸۲۰ کورنیو سره مرسته کړې
ودان موسسې زابل کې په تېرو دوو میاشتو کې له ۸۲۰ اړمنو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.
په زابل کې د ودان موسسې مسؤلین وایي، چې په تېرو دو میاشتو کې یې له اړمنو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د ۴۰۰ او ۴۲۰ ډالرو نغدي مرسته ترسره کړې ده.
د یادې موسسې ولایتي مسؤل انجنیر عبدالخالق اکاخېل پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې دا مرسته یې د زابل مرکز کلات په ګډون د ۷ ولسوالیو له اوسیدونکو سره کړې ده.
د اکاخیل په خبره یاده نغدي مرسته د UNCHR نړیوالې همکارې ادارې په مټ ترسره شوې چې دا لړۍ لا هم دوام لري.