پاکستان او انګلستان: افغانستان کې ثبات غواړو

د پاکستان او انګلستان لومړي وزيرانو د افغانستان په ثبات او همکارۍ ټینګار کړی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پاکستان لومړي وزير د انګلستان لومړي وزير سره ټيلفوني خبرې کړي، چې دواړه خواوې د نورو موضوعاتو تر څنګ د سيمې او افغانستان په روان وضعیت هم غږېدلي دي.

سرچينې وايي، چې د پاکستاني لومړي وزير له افغانستان سره د نړۍوالو پر مرستو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې په کار ده، څو دغه هېواد کې روان اقتصادي وضعيت کنټرول شي.

دغه راز د پاکستان لومړي وزير ويلي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړای شي، څو هلته روان بشري ناورین لا پسې پراخ نه شي.

بلخوا د انګلستان لومړي وزير هم په افغانستان کې د دايمي ثبات غوښتنه کړې تمه یې ښودلې، چې خپلې بشردوستانه مرستې به زیاتې کړي.

پاکستان او انګلستان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د طالب سرپرست حکومت په واکمنېدو سره د دغه هېواد اقتصادي وضعيت خورا خراب شوی دی.

Back to top button