لوګر کې له زده کوونکو سره مرسته وشوه

د لوګر له سلګونو زده کوونکو سره د کانکور د چمتوالي کتابونو مرسته وشوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې په دې ولايت کې د نجونو او هلکانو د ۷۲ لیسو د دولسم ټولګيو  له ۵۲۰ زده کوونکو  سره د کانکور ازموينې د چمتوالي کتابونو مرسته وشوه.

هغوی زیاتوي، چې دغه مرسته د پوهنې رياست د غوښتنې له مخې د يوه ځوان شاولي منګل په نوښت په اسټراليا هېواد کې ميشت د يو شمېر افغانانو له خوا شوې ده، چې په کې کې هر زده کوونکي ته د کانکور ازموينې د تياري يو ټوک کتاب ور کړل شو، څو زده کوونکي پرې د کانکور ازموينې ته چمتوالى ونيسي.

Back to top button