د لوګر ولایتي روغتون بیارغېږي
دلوګر د ولایتي روغتون د ځينو څانګو د بيارغونې چارې پیل شوې.
د لوګر ولایت د نایب امین الله خان لوګري روغتون د ځینو څانګو د بیارغونې چارې پیل شوې. د یاد روغتون رئیس ډاکټر محمد صدیق ستانکزی وایي، چې د دغه روغتون د ځینو برخو د بیارغونې چارې د کف موسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي.
ستانکزی زیاتوي چې په یاده بیارغونه کې د ټول روغتون رنګول، د روغتون د سحن د سرکونو کانګرېټول، د عمومي وارډ سراميک يا کاشي نصبول او د روغتون د ځينو دروازو پي وي سي کول شامل دي.