زابل کې د کلي خلکو جومات او مدرسه جوړ کړي

زابل کې د سیمې خلکو په خپل مالي لګښت جامع جومات او مدرسه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

د زابل ولایت په مرکز کلات کې د باباګک په کلي کې د سیمې خلکو په خپل مالي لګښت یو جامع جومات او د ضیاءالمدارس په نوم مدرسه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

سرچینه وایي، چې یاد جومات او مدرسه د باباګک کلي اوسیدونکو د درې میلیونه افغانیو په لګښت په دوه جریبه ځمکه کې د شاوخوا یوه کال په موده کې جوړ کړي دي.

Back to top button