زابل کې یو شمېر درملتونونه وتړل شول

په زابل ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له لوري هغه درملتونونه وتړل شول چې په غیري قانوني توګه یې فعالیت کاوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د زابل د عامي روغتیا رئیس مولوي عبدالحکیم حکیمي پنجره ورځپانې وویل، دوی هغه درملتونونه چې د فعالیت جوازونه یې نه درلودل دعامې روغتیا وزارت د مشرتابه او ولایت مقام په هدایت وتړل.

هغه زیاتي، دا درملتونونه چې په غیري قانوني توګه یې فعالیت کاوه د خصوصي سکټور د ښه والي او خلکو ته د غوره خدماتو وړاندي کولو په پار وتړل شول.

د حکیمي په وینا زابل کې هغه ۴۰ درملتونونه چې قانوني جوازونه لري خلاص دي، او د حکومت له لوري د جوازونو نه ورکول په دې مانا نه دي چې نور درملتونونه دې غیري معیاري او غیر قانوني فعالیتونه ترسره کړي، او روغتیا وزارت له لوري د قانوني جواز په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

په زابل کې د تړل شویو درملتونو مالکین بیا له طالب سرپرست حکومت څخه غواړي چې د د عامې روغتیا وزارت دې د درملتون د جواز اخیستلو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، ترڅو موږ وکولای شو په قانوني توګه فعالیت وکړو.

د زابل ځایي اوسیدونکو له یادې پرېکړې هرکلی کړی او وایي، چې مسؤلین دې د درملو د بیو د کنترول لپاره هم نظارت وکړي.

Back to top button