غور کې نامعلومو وسله والو یو کس وژلی

غور ولایت کې یو کس نامعلومو وسله والو په مرموز ډول وژلی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د غور امنیتي سرچینې وايي، چې د دې ولایت په پسابند ولسوالۍ کې یو کس د نامعلومو وسله والو له لوري په مرموز ډول وژل شوی دی.

د غور لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري وايي، دغه کس چې عبدالوهاب نومېږي، د پسابند ولسوالۍ د جوی سورخ خواجه سیمې اوسېدونکی دی.

یاد کس نن دوشنبه د غبرګولي ٩مه له غرمې مخکې د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى، چې د وژنې لامل یې لا نه دی څرګند شوی.

Back to top button