کابل کې د مانکي پاکس ناروغۍ پېښې ثبت شوي

د‌ طالب سرپرست حکومت د عامې روغتيا وزارت وايي، چې له نيمروز وروسته په کابل کې يې هم د مانکي پاکس ناروغۍ مشکوکې پېښې ثبت کړې دي. 

د عامې روغتيا وزارت وياند جاوېد هژير ويلي، چې د دغه وزارت روغتيايي کارکوونکو له نيمروز ولايت وروسته په کابل کې هم د بېزو ټناکې يا مانکي پاکس ناروغۍ يو شمېر پېښې ثبت کړې دي.

د‌ هژير په وينا، په کابل کې يې له دوه مشکوکو پېښو ثبت وروسته دوه تنه بستر او قرنطين کړي، چې د مانکي پاکس ناروغۍ نښې نښانې په کې لیدل شوې دي. هغه همداراز ويلي، چې ناروغان د طبي پرسونل تر جدي څار او درملنې لاندې دي.

تر دې وړاندې په نيمروز ولايت کې د کويډ ۱۹ روغتون خبر ور کړی و، دوه تنه راستانه شوي کډوال یې د دې لپاره بستر کړي، چې د بېزو ټناکې يا مانکي پاکس ناروغۍ نښې نښانې په کې ليدل شوې وې.

د يادونې ده، چې دا ناروغي د مرکزي افریقا په هېوادونو کې ډېره ده او په دې په وروستيو کې يې په نوره نړۍ کې هم تر ۲ سوو زياتې پېښې ثبت شوې دي. همداراز شديده تبه، د ستوني درد او کانګې د دې ناروغۍ سترې نښې نښانې دي.

Back to top button