د طالبانو نوې ګمارنې

طالبانو د خپل رهبر د فرمان په اساس د کانونو او پټرولیم په وزارت کې نوي کسان په دندو ګمارلي دي.

د معلوماتو له مخې د طالبانو سرپرست حکومت چارواکو د خپل رهبر د فرمان پر اساس د کانونو او پټرولیم په وزارت کې نوي کسان په دندو ګمارلي دي.

سرچینې وایي، چې شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ د معین په توګه، مولوي حسام الدین صابري د یاد وزارت د مالي او اداري معین په توګه، وحیدالله حلیمي د یاد وزارت د تخنیکي معین په توګه او نورالله ستانکزی د دغه وزارت د جیولوجي سروې د معین په توګه ټاک شوی دی.

Back to top button