لوګر کې د ۲۶ښوونځو ښوونکي وروزل شول
د لوګر د ازرې ولسوالۍ د ۲۶ ښوونځيو ۷۳ ښوونکي و روزل شول.
د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولايت د ازرې ولسوالۍ د ۲۶ ښوونځيو ۷۳ ښوونکو ته د تدريس او لابراتوار د عملي زده کړو ۶ ورځنۍ روزنه ور کړل شوه.
هغوی زیاتوي، چې ياد روزنيز پروګرام د پوهنې رياست د ساينس او ښوونيزې ټيکنالوژۍ مرکز د ښوونکو د پوهې د کچې او هم په ښوونځيو کې د درسي کيفيت د لا لوړولو لپاره په لاره اچولى و، او دغه ښوونکي د ساينس، کیمیا، بيولوژي، فزيک او رياضي مضمونونو د تدريس او لابراتوار د عملي زده کړو په برخو کې روزل شوي، چې د دوى په روزنې سره به په ښوونځيو کې د تدريس کيفيت لوړ شي.