طالبانو د سلام وطندار خبريال وهلی

طالبانو د سلام وطندار رسنيزې شبکې يو خبريال او د هغه ډریور نيولي او بيا يې وهلي دي. 

سلام وطندار رسنيزې شبکې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې طالبانو د دوی خبريال رومان کريمي او د هغه ډریور سمیع الله نيولي او ناوړه چلند يې ورسره کړی.

ياده خبري شبکه زياتوي، چې د دوی خبريال او د هغه ډريور د کابل ښار حاجي يعقوب څلور لارې کې د ښځو لاريون ته د خبري پوښښ په موخه تللي وو، چې د طالب سرپرست حکومت امنيتي ځواکونو نيولي، وهلي ټکولي او اووه ساعته يې پرې په بند کې تېر کړي دي.

ياده رسنۍ وايي، سربېره پر دې، چې خبريال يې طالبانو ته خپل کارټ ښودلی، خو بيا هم هغوی ورسره ناوړه چلند کړی.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان له يو افغان خبريال سره ناوړه چلند کوي، بلکې تر دې وړاندې هم دوی د ځينو نورو رسنیو خبریالان وهلي او ټکولي دي؛ خو طالب سرپرست حکومت بيا په وار وار د بيان ازادۍ ته ځان ژمن بولي او وايي، چې درناوی يې کوي.

Back to top button