ټرمپ: افغانستان کې مو جګړه بې ګټې وه

ټرمپ وايي، افغانستان کې زمونږ ماموريت بې ګټې او بې مانا و. 

د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د افغانستان جګړه بې ګټې، بې مانا، يو ناکام ماموریت او بې لاسته راوړنې وه.

هغه زياته کړې، چې امريکا په افغانستان کې ټريليون ډالر مصرف کړل، خو د خپل هېواد امنيت یې خوندي نه شو کړای.

نوموړي همداراز ويلي، چې امريکا ته نه وه په کار، څو افغانستان ته لاړه شي او هلته په ملت جوړونې دومره کار او مصرف وکړي.

د ده په وینا، د افغانستان پر ځای په کار و، چې امريکا په خپل هېواد کې خپلو بچيانو ته د ژوند چارې برابرې کړې وای.

هغه د افغانستان تر څنګ په عراق کې هم د امريکا جګړه بې ګټې او بې مانا بللې ده. په خبره یې امريکايي حکومت بايد د خپل هېواد په امنیت او امن کار کړی وای.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه هېواد کې د وروستیو بريدونو په تړاو کلکې نیوکې کړي او ويلي دي، چې امريکا دې د خپل هېواد خلکو امنيت خوندي او پانګونه دې پرې وکړي.

Back to top button