نورستان کې اورلګېدنه رامنځته شوې

دوه ورځې وشوې، چې د نورستان نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور لګېدلی او لا هم دوام لري.

سلام وطندار د طالب سرپرست حکومت د نورستان والي وياند سیف الدین لټون له قوله وايي، چې دوه ورځې وشوې د دغه ولايت د نورګرام ولسوالۍ د دره شام سيمې په ځنګلونو کې اور لګېدلی او لا هم دوام لري. سرچينه زياتوي، چې تر دې دمه د دغې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه شوی.

دغه راز د نورستان والي وياند سلام وطندار ته ويلي، چې له ننګرهار ولايت څخه د اور وژنې ډله يادې سيمې ته رسېدلې او د ځايي خلکو په هڅه لګيا دي، څو اور مهار کړي.

سرچينې همداراز ويلي، چې تر دې وړاندې هم د نورستان ولايت په واما ولسوالۍ کې اور لګېدلی و او څو جريبه ځنګل يې تخریب کړی، خو وایي چې د سيمې خلکو د هڅو په پايله کې مهار شو.

Back to top button