روسيه: غرب مستقيم زموږ پر خلاف جګړه کوي

روسيه وايي، چې ټول غربي هېوادونه د اوکراین په جګړه کې په مستقیم ډول زموږ پر خلاف ليګيا دي او فعالیت کوي. 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په يوې تازه خبري ناسته کې ويلي، چې غرب د روسیې پر خلاف جګړه اعلان کړې او په وينا يې، دغه هېوادونه د روسیې پر وړاندې له هرې ممکنې لارې کار اخلي.

هغه زياتوي، چې غربي هېوادونه د روسیې له شتمنيو نيولې تر فرهنګي او نورو مسایلو پورې په مستقيم ډول دوی سره جګړه کوي.

همداراز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ويلي، چې امريکا د پخوا په پرتله د سپوږمکيو فعاليت څو چنده ډېر کړی او هڅه يې دا ده، چې د روسیې فعاليت وڅاري او ايساره یې کړي.

هغه همداراز ويلي، چې غرب خپلو هېوادونو ته په روسي هنرمندانو، سندرغاړو، ليکوالانو او فرهنګي څېرو بنديز لګولی او ښايي دا بنديز نور هم وغځیږي.

Back to top button