زابل کې د ښوونځیو تر منځ د کرېکټ سیالۍ

زابل کې د ښوونځیو د کرېکټ ټیمونو تر منځ د کرېکټ سيالۍ پیل شوې دي.

د زابل د کرېکټ امر محبوب محبت وایي، دغه شل اوریزه سیالۍ د پوهنې ریاست په غوښتنه د زابل د کرېکټ امریت په همکارۍ د یونیسف مؤسسې په مالي لګښت په لاره اچول شوې دي، چې ۱۵ ورځې به دوام ولري.

محبت زیاتوي، چې د دې سیالیو په پای کې به د ښوونځیو د لوبډلو څخه غوره لوبغاړي د زون په کچه لوبډلو کې شامل کړو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د زابل د پوهنې ریاست اداري مرستیال مولوي محمد نسیم نصیر بیا وایي، چې له یادو سیالیو څخه یې موخه دا ده څو زده کوونکي د تعلیم ترڅنګ ورزش ته هم پاملرنه وکړي.

Back to top button