د افغاني سرې میاشتې رئیس قطر ته تللی

د افغاني سرې میاشتې د رئیس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ پلاوی قطر ته تللی.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏د افغان سرې میاشتې رئیس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ یوولس کسیز پلاوی د شلو هیوادونو د خیریه موسساتو، سرې میاشتو او سره صلیبونو ادارو په یوې دوه کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره قطر هېواد ته تللی دی.

مولوي مطیع الحق خالص په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د دې سفر موخه یې هېواد ته د بشردوستانه مرستو را جلبول دي.

Back to top button