د پل علم ټرافي سیالیو اتلولي پکتیا وګټله

لوګر ولايت کې د پل علم ټرافي تر نامه لاندې د کرېکټ سیاليو اتلولي پکتیا لوبډلې وګټله.

لوګر کې د کرېکټ امریت له لوري د پل علم ټرافي تر نامه لاندې سیالۍ ترسره شوې.
د پل علم ټرافي په پای لوبه کې پکتیا لوګر لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

د لوګر د کرېکټ امر بشیر احمد ساحل وایي، چې یادې سیالۍ چې د لوګر ولايت کرکټ لوبغالي کې په لار اچول شوې وې د لوګر ولايت د دوو لوبډلو سربېره په کې د پکتیا، غزني، پکتيکا او کابل چهار اسیاب لوبډلو برخه اخيستې وه، د دې سیاليو پای لوبه د لوګر او پکتیا لوبډلې ترمنځ ترسره شوه چې پکتیا ټیم د ښې لوبې په ترسره کولو سره لوګر ته په پنځو ويکټو ماتې ورکړه.

Back to top button