Trending

په کابل او بلخ کې پرلپسې چاودنې شوي

د کابل ښار په یوه جومات کې چاودنې لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي.

نن ماښام د کابل ښار د ترافیک څلورلارې ته څېرمه د حضرت زکريا جامع جومات کې چاودنه شوې، د رسنيو د معلوماتو له مخې دغې چاودنې ۵ لمونځ کوونکي وژلي او لسګونه نور يې ټپیان کړي دي.

بلخوا د کابل ایمر جنسي روغتون وايي، چې د کابل ښار په يو مسجد کې د چاودنې له امله تر دې دمه دوی ته ۲۲ ټپیان ور وړل شوي چې له جملې يې پنځه تنو خپل ژوند بایللی دی.

له دې سره جوخت بلخ کې هم ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت مرکز مزارشريف ښار په پنځمه او لسمه ناحیه کې د درې پرلپسې چاودنو له کبله ۹ تنه مړه لسګونه نور ټپيان دي.

د‌ دغه ولايت د سرپرست حکومت امنیه قومنداني هم د پېښو پخلی کوي او وايي، چې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.

په کابل او مزار کې د شویو چاودنو مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

Back to top button