پاسپورټ رياست: درې ميليونه نوې کتابچې په لاره دي

پاسپورټ رياست وايي، چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به دوی ته درې میلیونه کتابچې وسپارل شي.

د طالب سرپرست حکومت‌ د پاسپورټ عمومي رياست په يوې خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې تر راتلونکو دوو اوونیو به دغه ریاست ته د پاسپورټ درې میلیونه نورې کتابچې وروسپارل شي.

دغه‌ رياست زياتوي، چې د نويو کتابچو په رارسېدو سره به د‌ وېش په برخه کې شته ستونزې هوارې شي او د هېواد په ټولو ولایتونو کې به د پاسپورټ مدیریتونه خپل فعالیتونه په عادي ډول بېرته پیل کړي.

دغه راز د پاسپورټ ریاست وايي، هغه اسنادونه چې په ولایتونو کې پروسس شوي، تر راتلونکو دوو اوونیو به يې پاسپورټونه چاپ او د اړوند ولایتونو ادارو ته واستوي.

د يادونې ده، چې د پاسپورټ رياست تر دې وړاندې هېواد ته د‌‌ پاسپورټونو د جعلي کتابچې د واردولو خبر ور کړی و او له خلکو يې غوښتي و، څو جعلي کاران يې ونه غولوي.

Back to top button