د اروپايي سفيرانو د افغانستان په اړه ناسته کړې

د اروپایي ټولنې سفیرانو د افغانستان اوسني وضعيت په اړه غونډه جوړه کړې ده.

د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي اندرس وان برنت تازه په يو ټوېټ پیغام کې ویلي، چې د اروپايي ټولنې سفیرانو د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړې او په دغه هېواد کې د روان‌ وضعيت په ترینګلتیا غږېدلي.

نوموړی وايي، افغانان په يو بد وضعيت کې دي او د اروپايي ټولنې سفیرانو د دې وضعيت د کابو کولو لپاره ناسته او بحثونه کړي.

هغه همداراز ليکي، چې د اروپايي ټولنې سفیرانو په دې ناسته کې د‌ افغانستان روانو ستونزو د حل موخه هم بحثونه او خبرې اترې کړي.

د هغه په وينا، اروپايي ټولنه تل د افغانانو په څنګ کې ولاړه ده او هڅه کوي، څو په خپل وخت افغانستان ته مرستې ورسېږي.

دغو سفیرانو ويلي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی، خو دوی به یې د همکارۍ او مرستو لپاره له هرې ممکنې لارې چارې کار واخلي.

Back to top button