د‌ پاسپورټ رياست تازه څرګندونې

د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، چې يوه ډله کسانو په بهر کې د پاسپورټونو جعلي کتابچې چاپ کړي او اوس يې دلته په افغانستان کې په خلکو د پيسو په بدل کې پلوري.

د طالب سرپرست حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست د يوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې يو شمېر کسانو په بهر کې د پاسپورټونو جعلي کتابچې چاپ کړي او اوس له دې لارې غواړي چې خلک دوکه کړي او پرې ويې پلوري.

دغه رياست وايي، چې د استخباراتو عمومي رياست په دې تړاو پلټنې پيل کړي او ځيني کسان يې نيولي هم دي.

همداراز د پاسپورټ ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې د کوم هېواد نوم نه دی په ګوته کړی، چې دغه جعلي پاسپورټونه په کې چاپ شوي، خو وايي دا پاسپورټونه په ډېرې اسانۍ سره پېژندل کېږي او که چا سره ونیول شول له جدي چلند سره به مخ شي.

د پاسپورټ عمومي ریاست زياتوي، چې هېوادوال بايد‌ د کميشن کارانو او جعلي کارانو په خبرو باور ونه کړي او په دې نوم دې د پيسو له ور کړې په جدي توګه ډډه وکړي.

د‌ پاسپورټ عمومي ریاست دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې افغانستان کې ګڼ خلک د پاسپورټونو د وېش لړۍ ناسمه بولي او وايي، له ياد‌‌ رياست څخه د پاسپورټ ترلاسه کول خورا ستونزمن کار دی.

Back to top button